IQNA

د عباسی مقدس آستان د میوزیم قرآني نسخو ته یوه ځغلنده کتنه(فیلم او انځورونه)

14:24 - July 23, 2024
د خبر لمبر: 3489578
ایکنا - د عباسی مقدس آستان سره اړونده هغه الکفیل میوزیم چې په ۲۰۰۹کال کې ئې فعالیت پیل کړی، ډيرې پخوانی خطي نسخې او نفیس آثار لري.

ایکنانیوز د عباسی میوزیم له وبسایټ له قوله راپور راکوي، د اسلامی او کلتوري میراثته توجه او اهتمام د هغو تاریخي او لرغونو ټولګو او میوزیمونو څخه ملاتړ او ساتنه ده چې پخوانیو غونډ کړي دي او د تیرو ملتونو دتاریخ  او نیکونو دهویّت،چلند او پيژندګلوۍ ښکلا او کلتوري ارزښتونو په دلیل ثتبیږي.داسې ارزښتونه چې پخوانیو  پوهه اوکلتور  د میوزیمونو ،کلتوري موسیسو او پوهنتونو له لارې نورو ته پراخیږي.

له دې امله میوزیمونه  په دې توګه چې کلتوري ،تعلیمي او اجتماعي مرکزونه او موسیسې دي، که ونه وایو چې لومړني،خو د تیرو او پخوانیو میراثونو د احیا یو ترټولو مهم رکن دي چې د علمی رودو او ارزونې سره د  میوزیمونو د آثارو په ملاتړ، خوندیتوب او د آثارو نمایش سره دا سسټماټیک کیږي څو د ټولنې د کلتوري او پيژندونکي اړخونو او بډائ کولو لپاره  د دوي  د میوزیمونو کلتور او د دوي د پراختیا له رامینځةکیدا سره مرسته وکړي.

پر دې اساس وینو چې زیاتره  میوزیمونه  په تیره بیا دعباسی مقدس آستان سره اړونده د الکفیل خطي نسخې او نفیسو شیانو میوزیم ،هنري او پيژندونکی او فکري سټراټژۍ خپل لومړني ګامونه ګرځولي دي.د عباسی مقدس آستان هم د ۱۴۳۱قمری کال د جمادی الاول د میاشتې په پنځلسمه نیټه (۲۰۰۹) او د حضرت زینب الکبری (س) دنیکمرغه زوکړې له کلیزې سره په یووخت د خپل میوزیم د تاسیس لپاره لومړنی ګام پورته کړ.

له دې وروسته په ۲۰۱۴کال کې د خطي نسخو او نفیسو آثارو میوزیم هم تاسیس شو.په دغه میوزیم کې ډيرې برخې دي، چې په هغو کې په شپږو برخو کې دفترونه ،خزانه ،سندونه، ریکارډ، دمیوزیم هال ،آزمیښت ځاي  او رسندوئي میوزیم شامل دي.

 
 

https://iqna.ir/fa/news/4227741

captcha